نړۍ

پاکستاني طالبانو دسملاسي اوربند غوښتنه وکړه

پيښور باختر دکب څلورمه :
دپاکستاني طالبانو دمرکچي کميټې رييس مولانا سميع الحق له دواړو لورو (حکومت او پاکستاني طالبانو ) څخه وغوښتل  چې له ډيل پرته اوربند اعلام کړي .
باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې دانترنتي سايټ له خولې خبر راکړ: مولانا سميع الحق ويلي دي: دا دحکومت دنده ده اجازه ورنه کړي چې په هوايي بريدونوکې بيګناه خلک ووژل شي .
مولانا سميع الحق زياته کړه چې دطالبانو او حکومت ترمنځ د شخړو اصلي علت له بهرنيوقدرتونوسره دپاکستان  ملاتړ دى .
ده زياته کړه: که چيرې دپاکستان حکومت په خپلې بهرنى پاليسۍ  بيا کتنه وکړي؛ ښايي تروريستي فعاليتونه به په اغيزمنه توګه پاى ته ورسيږي .
دپاکستاني طالبانو دمرکچي کميټې غړي پروفيسر محمد ابراهيم په هنګوښار د توپ لرونکو هليکوپټرونو وروستي بريدونه وغندل .
په هغې وينا کې چې پرون خپره شوه؛ ويل شوي دي چې په دغو بريدونوکې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي .
پروفيسر ابراهيم وويل: که چيرې دپاکستان حکومت عمليات پيل کړي؛ په زرګونو کورنۍ بيځايه او لا لهانده کيږي او د تروريزم يوه څپه ټول هيواد نيسي.  دپاکستان دسرحدي پوځ د٢٣تنو عسکرو له وژل کيدو وروسته د پاکستان  دحکومت او دپاکستاني طالبانودتحريک خبرې لغوه شوې .
د را رسيدلي خبر له مخې: دغه عسکر په ٢٠١٠ميلادي کال کې د طالبانو له خوا وتښتول شول او د هغوى د وژل کيدوخبر په دې وروستيو وختوکې خپور شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته