کابل/ د کب ۱۱ مه / باختر
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د هډې فارم د لومړي او دویم کانال د پاکونې چارې پیل شوې دي.
د هډې فارم امر انجنیر سید آغا میاخېل وايي، چې یاد کانالونه د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «WFP» په همکارۍ پاکېږي، چې د لومړي نمبر کانال درې کیلومتره او د دویم نمبر کانال یوه کیلومتره کانال د پاکولو چارې په چټکۍ روانې دي.
میاخېل وايي چې د دغو کانالونو د پاکولړ په چارو کې شاوخوا سلو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ن/ر