امنیت

اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

محمود راقي– باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
دکاپيسا پوليسو اته تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
دکاپيسا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالفهيم قايم باختر آژانس ته خبر ورکړ: له دغو کسانو څخه څلور تنه يې دوسله والو غلاو، دوه تنه د وژنې د پوليسو د کورنۍ د ګواښ او دوه تنه نوريې په واټونوکې د ماين د ځاى پرځاى کولو په تور نيول شوي دي .
قايم زياته کړه: له دغوکسانو څخه درې کلاشينکوفونه ، يو توغندى ويشتوونکى او څو تومانچې هم دپوليسو لاس ته ورغلې دي .
ويل کيږي: دغه کسان دکوهستان د دويمې برخې په ولسوالۍ او د کاپيسا ولايت په مرکزکې نيول شوي دي .
د يادونې وړ ده چې پوليسو څو تنه نورهم نيولي ، خو تراوسه يې هويت نه دى څرګند شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته