امنیت

په لوګر کې د ليک لوست زده کړې سل ښوونيز کورسونه جوړیږي

پل عالم باختر د غويي د مياشتې ۲۵ مه
د پوهنې وزارت د ليک لوست معينيت او د يونسکو په مالي مرسته د نالوستو نارینه وو او ښځینه وو د باسواده کولو په موخه د ليک لوست د زده کړې سل ښوونيز کورسونه جوړیږي.
د دغه ولايت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب باختر اژانس ته وویل چې د دغو کورسونو په جوړولو سره به شاوخوا پنځه ويشتو زرو تنو نارینه او ښځینه نالوستو کسانو ته د لیک لوست زده کړې زمینه برابره شي.
عرب زياته کړه چې دغه کورسونه به د لوګر ولایت مرکز پل علم سربېره د محمدآغې ولسوالۍ په هغو سیمو کې جوړ شي، چې د نالوستو کسانو شمېر پکې ډېر وي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته