ټولنه

ځوان د ټولنې د پرمختګ او سمون سمبول دی

 ښرنه/دزمري۲۵مه/باختر
دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي نن د ځوانانو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګوني وویل: ځوان باید په ټولنه کې د سولې او نورو پرمختګونو لپاره زیاتې هڅې وکړي چې په ټولنه کې شته نا خوالې پای ومومي.
په همدې حال کې ځوانانو وویل چې د خپل دولت کلک ملاتړي دي او په ټولو برخو کې به له دولت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
ځوانانو له سيمه ييز او مرکزي دولت نه غوښتنه وکړه چې دوی ته د زده کړو او کار زمینه برابره  کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امان الله خپلواک هم  په ټولنه کې د ځوان په ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین قشروباله.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته