ټولنه

ديندارو خلکو دروژي دمياشتې دوروستي جمعي لمونځ ادا کړ

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :

دافغانستان  مسلمان خلک دنړۍ دنورو مسلمانانو ترڅنګ دروژي دمبارکي مياشتي دوروستي  جمعي لمونځ په  جوماتونو کې ادا کړ  اودافغانانو دنيکمرغۍ  اودنړۍ دمسلمانانو داتحادلپاره يې دعا وکړه.

دباخترا ژانس دخبرله مخې افغانستان ديندار خلک  په شور او ولولو سره ډله ډله  جوماتونو ته لاړل اودروژي دمبارکي مياشتې دوروستي جمعي لمونځ يې ادا کړ.

 دوي دجمعي دلمانځه له ادا کولو وروسته  دخداى ج دربار ته ددعا لاسونه پورته کړل او دروژي  په  مبارکه مياشت کې يي دطاعاتو اوعباداتو دقبلولو دغوښتنې په ترڅ کې  اودخلکو دسوکالۍ اونيکمرغۍ او په هيواد ددايمې سولې دتامينولو  اوداسلامي نړۍ دخير اوفلاح په خاطر دعا وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته