اقتصاد

د ولسي جرګې اداري هيت د تيلو د سوداګريزو شركتونو له يو شمير رئيسانو سره په كتنه كې هيواد ته د پريماګون تيلو د واردولو د څرنګوالي په اړه د هغوى شكايتونه واوريدل.

كابل- ۱۳۹۲ د تلې لومړۍ
د ولسي جرګې اداري هيت د تيلو د سوداګريزو شركتونو له يو شمير رئيسانو سره په كتنه كې هيواد ته د پريماګون تيلو د واردولو د څرنګوالي په اړه د هغوى شكايتونه واوريدل.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې كتنه كې، چې د ملي شورا په انګړې كې ترسره شوه، د ولسي جرګې لومړي نايب ميرويس ياسيني، دويم نايب ډاكټر محمد صالح سلجوقي او منشي انجنير سيد اكرام هيواد ته د پريماګون تيلو د وارديدو او بازار ته د هغو د وړاندې كيدو په اړه د تيلو واردونكو شركتونو د رئيسانو انديښنې واوريدې.
د تيلو د واردونكو شركتونو رئيسانو وويل، چې دغه كار د عامه شتمنيو پر ضايع كيدو برسيره د قانوني متعارفو ماليو د تښتې، د نقليه وسايطو د خرابۍ او
د چاپيريال د ككړيدو لامل ګرځي.
هغوى له اړوندو بنسټونو وغوښتل، چې د كره لابراتواري ازمايښتونو له ترسره كيدو وړاندې دې  د بې كيفيته او غير معياري تيلو واردول ودروي.
د ولسي جرګې اداري هيت، د تيلو د واردونكو شركتونو د رييسانو د شكايتونو او غوښتنو له  اوريدو وروسته، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې او طبيعي منابعو او دچاپيريال ساتنې كميسيونونو ته دنده وسپارله، چې د اړوندو سكتورونو مسوولين او د شركتونو استازي ته دې راوبولي او موضوع دې د ملي اقتصاد په كميسيون كې وڅيړي، د پايلې په اړه دې عمومي غونډې ته راپور وړاندې كړي، څو په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته