ټولنه

په بادغيس کې اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۱۳مه / باختر
په بادغيس کې له ١٠٩۶زيانمنو شويو کورنيو سره نن د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بادغيس له پېښو سره د مبارزې د تياري رياست د افغاني سرې مياشتې عالي ټولنې په همکارۍ پر ١٠٩۶ کورنيو چې په مقر او آبکمري ولسواليو کې د وچکالي له امله زيانمنې شوې وې، نغدې پيسې ووېشلې.
خبرځاى زياته کړه چې پر هرې کورنۍ ۵۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته