ورزش

د افغانستان د فوټسال غوره لیک وروستۍ سیالۍ ترسره کېږي

– کابل / دمرغومي ۶/ باختر
د افغانستان د فوټسال دغوره لیک وروستۍ سیالۍ، نن د صداقت او اتحاد ټيم تر منځ ترسره کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، دغه لوبه نن له غرمې مخکې د هېواد د فوټبال فدراسیون د فوټسال په لوبغالي کې پیلېږي، د صداقت ټیم د کابل استازی او د اتحاد ټیم دهرات استازۍ دي .
دغه سیالۍ څه موده مخکې په کابل کې دلسو ټيمونو تر منځ پیل شوې وې او نن پای ته رسیږي .
د دغو سیالیو اتل د آسیا د کلپونو جام سیالیو ته لار پيدا کوي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته