امنیت

د پنځه ديرشوتنوطالبانو وژل کيدل او نيول کيدل

کابلباختر د جوزا١١
په افغانستان کې د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې د طالبانو په ډلې او دحقاني په شبکې پورې اړوند شل تنه ووژل شول.
په دغو عملياتوکې چې پرون او نن سهار ترسره شول؛ د دغې ډلې څه نا څه پنځلس تنه نور جګړه ماران ونيول شول.
ويل کيږي د طالبانو د ډلې څلورتنه سيمه ييز قوماندانان او د حقاني د شبکې د تروريستې بريدونو پنځه تنه مرستندويان هم په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر ورکړچې دغه جګړه ماران د قندهار ، هلمند ،زابل ، سرپل، غزني ، لوګر ، پکتيا او دپکتيکا د ولايتونو په ځينو برخوکې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې د افغان پوځيانو او د بهرنيوځواکونو له خوا پرې بريد وشو، ووژل شول او ونيول شول.
ناټو وايي چې ځينې وژل شوي قوماندانان په خپلو پټنځايونوکې د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې پرې بريد وشو.
له بلې خوا ويل کيږي د تروريستي بريدونو وژل شويو مرستندويانو په خپلو سيمو کې دجنګي وسايلو او د مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت په غاړه درلود.
په دغو عملياتوکې پوځيانو د وسله والو طالبانو د ډلې او د حقاني دشبکې درې ډيپوګانې هم ترلاسه کړې دي.
په دغو ډيپوګانوکې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو ګيلوګرامه چاوديدونکي او نشه يي تو کي هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د دغو عملياتو په بهيرکې افغان اوبهرنيو پوځيانو اوملکي وګړو ته د سر د احتمالي زيان په باب څه نه دى ويل شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته