امنیت

په سرپل کې دڅلورو تنو بهرنيو تروريستانو وژل کيدل .

کابل باختر دوږې  اوومه :
څلور تنه بهرني  تروريستان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه  تيره شپه دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت ونښته  چې يوې ډلې يرغلګرو  په پوځيانو بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په  دې نښته کې څلور تنه بهرني تروريستان ووژل شول
ده وويل چې په دغو يرغلګرو  دپوځيانو په کاروان دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته