امنیت

په بلخ کې څوکلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .

کابل / دسلواغې ١٩مه / باختر :
شپږ وسله وال طالبان  پرون په بلخ کې په هوايي بريد کې  ټپيان شول او څوکلي  ددغې ډلې له شتون څخه پاک شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف  رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل : دپوځيانو په عمليات کې چې هوايي ملاتړ هم ورسره و ددغه ولايت دچاربولک ولسوالۍ دنوارد په ساحه کې  ترسره شول ،دطالبانو دډلې دوه تنه سرګروپان  مهر الله او په مخلص مشهور اکبر  ټپيان شول او ددوى يو فولدر موټر ويجاړ شو
هغه زياته کړه: ددغو عملياتو په بهير کې  دچمتال ولسوالۍ  دنوارد ، بر  او کوزعرب مزاري    ، دچاربولک ولسوالۍ، قوره چي ، شيلخي ، اق تپه ، افغانيه اوازبکيه،ماله اواورناغه دبلخ ددولت اباد ولسوالۍ دنغاره خانې او نخجيراباد کلي دوسله والو ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
ختم_ سعيده _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته