سیاست

جمهور ریېس غني: د مجاهد کلمه د هیچا انحصار کې نه ده؛ بلکې د ټولو افغانانو ده

کابل باختر د غويي د مياشتې ٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریېس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانانو د جهاد د بریالیتوب د ۲۶کالیزې په مراسمو کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور ریېس غني د پخواني شوروي اتحاد او د وخت رژیم پر وړاندې د افغانانو جهاد ستره ملي حماسه وبلله چې د ۱۳۵۷کال د غويي له اوومې پيل او د ۱۳۷۱کال د غويي تر اتمې یې دوام درلود، د هغه په وینا کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، په هغه وخت کې هیڅ رېښتني تحلیلګر فکر نه شوای کولای چې دا حماسه به بریالۍ شي، خو دا تاریخي حماسه زموږ د خلکو له کلکې عقیدې او د پخوانیو مشرانو له کارنامو څخه په الهام اخېستو بریالۍ شوه او نړۍ یې بدله کړه.
د هېواد جمهور ریېس وویل، د شوروي په ضد جهاد کې د هر قشر، هرې سیمې او هر قوم برخه درلوده او دا تاریخي حماسه باید راتلونکو نسلونو ته انتقال کړو، ځکه نن هم له نړیوال تروریزم سره مبارزه کې همداسې حماسې ته اړتیا ده او راتلونکي کې هم.
محمد اشرف غني د جهاد له بري وروسته کورنۍ ګډوډۍ ته په اشارې وویل، د پخواني رژیم د پرځولو لپاره امادګي وه، خو د راتلونکي لپاره هیڅ تګلاره نه وه،د دولت جوړونې په قواعدو موافقه ونشوه او ډېر ژر د مفاهیمې او مباحثې ځای زور ونیوه او په لاس راغلی فرصت په ضعف بدل شو. 
هغه وویل، د دغه جهاد په ترڅ کې نړۍ زموږ پوروړې وه، خو د جهاد له بریالیتوب وروسته چې نړۍ زموږ پوروړې وه موږ یې ملامته کړو، د نظام جوړونې ۱۱۲کلنه پروسه سره وپاشل شوه او تشتت پيل شو، هر څه مو تباه کړل، نظام له منځه لاړ او انزوا ته لاړو.
جمهور ریېس په ټینګار سره وویل، د مجاهد کلمه د هیچا انحصار کې نه ده، دا کلمه د هر هغه افغان ده چې د ثور د اوومې او اتمې په منځ کې یې مبارزه کړې ده.
جمهور ریېس غني د افغانستان اوسنی اساسي قانون د افغانانو د ملي اجماع مظهر او ملي وثیقه وبلله چې د ملي وحدت ضامن او د راتلونکي لارښود دی.
هغه زیاته کړه؛ هغه اصول او د لوبې قواعد مو چې د کلونو کلونو را په دېخوا نه درلودل په دغه اساسي قانون کې تسجیل شوي دي، د ټولې اسلامۍ نړۍ په کچه تر دې اسلامي قانون نشته، ځکه چې زموږ ټول دیني او ملي ارزښتونه په کې منعکس شوي دي.
جمهور ریېس د افغانستان د اوسني نسل جمعي شعور او عقل وستایه، ويې ویل، زموږ د سیاسي نظام شکل په اساسي قانون کې تعریف شوی دی او اوس د دې وخت دی چې دا نظام قوي کړو.
هغه را روانې پارلماني او د جمهوري ریاست ټاکنې حتمي او د نظام د مشروعیت یوازینۍ لار وبلله او ژمنه یې وکړه چې، په دغو ټاکنو کې به دولت مداخله ونه کړي او د ملي شورا له غړو څخه یې هم وغوښتل چې دوی هم په دغه ملي پروسه کې د مداخلې هڅه ونه کړي او سالم رقابت ته میدان پرېږدي.
جمهور ریېس غني طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز او په مقابل کې د هغوی له لورې د خندق په نوم عملیاتو پيل ته په اشارې وویل، ایا طالبان د خندق غزا په مفهوم پوه دي، جهاد او غزا له چاسره؟ ایا زموږ د عالمانو، مجاهدینو، ښځو او ماشومانو په ضد غزا روا ده؟ دا د افغانستان د مسلمان ملت په ضد جګړه ده.
هغه وویل، د طالبانو لویه پلمه دا وه چې بهرني ځواکونه باید ووځي، ۱۲۰زره بهرني ځواکونه ووتل، خو دوی خپل جنګ ونه دراوه، دلته چې نړیوال زموږ تر څنګ ولاړ دي او جنګ کوي، زموږ او د دوی د جنګ اهداف جلا دي، هغوی د خپلو هېوادونو د امنیت او راتلونکو ګواښونو لپاره جنګېږي، خو زموږ جنګ دفاعي دی، موږ د راتلونکو ستونزو نه د خلاصي لپاره جنګ کوو، د یووالي لپاره جنګ کوو.
جمهور ریېس وویل، د دغه تحمیلي جنګ بیه فقیران، ښځې او ځوانان پرې کوي، طالبانو ته زما د سولې وړاندیز نړیوالو یو سخاوتمندانه او بې ساری وړاندیز وباله، طالبانو له یوې میاشتې فکر وروسته د دې جراات نه درلود چې ځواب ووايي، اخر یې جنګ اعلام کړ، تر څو موږ د سولې وړاندیز لغوه او جنګ اعلام کړو، خو موږ دا کار نه کوو، موږ په هر حال سولې ته ژمن یوو.
د هېواد جمهور ریېس زیاته کړه، زموږ سرتېري چې هره ورځ د خپلو پوځي مرکزونو په جوماتونو کې عبادت کوي، راته شکایت وکړچې رسنۍ زموږ شهیدانو ته د شهید کلمه نه کاروي، زموږ سیاسي قشر د پارلمان غړي چې همدغه سرتېري یې امنیت نیسي باید دغې موضوع ته پاملرنه وکړي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
جمهور ریېس غني وویل، مېرمن ماګل چې تازه په ډېرو امیدونو له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه هېواد ته راستنه شوې وه او د تذکرو د وېش په مرکز تروریستي پېښه کې یې یوه وړه لور شهیده او بله لور ټپي شوې وه او میړه یې هم ټپي شوی و، د دغې ماشومې مور راته ویل، زما لور بېرته راکړه، دا به څنګه زړه وي چې د داسې غوښتنې په مقابل کې اوبه نشي.
هغه وویل، دا جنګ شرعي مشروعیت نه لري، د دیوبند، مکې مکرمې او نورو اسلامي بنسټونو څخه د روان جنګ ضد فتوا ګانې راغلې او ژر به یې له ولس سره شریکې کړو.
هغه زیاته کړه، موږ د سولې اراده لرو، د دې لپاره به ملي، منطقوي او بین المللي اجماع ساتو او ورو، ورو به هغوی چې جنګ غواړي هغه به اخر هم سوله کوي.
جمهور ریېس غني دولتي ادارو کې اصلاحات د اساسي قانون فرمایش وباله او زیاته یې کړه، کله چې ضوابط په روابطو حاکم شي، هغه وخت بیا یو افغان له بل افغان سره برابرېږي.
دغو مراسمو ته د ولسي جرګې ریېس عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د دغو مراسمو د جوړولو د کمېسیون مشر ستر جنرال محمدشریف یفتلي او پخوانی جمهور ریېس او جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي هم جلا جلا ویناوې وکړې او ټولو افغانانو ته یې د جهاد د بري د مبارکۍ ترڅنګ له نړیوال تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ وستایلې.پاى_ ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته