نړۍ

مسکو به دافغانستان د راتلوونکي په خاطر له لويديځ سره همکارۍ ته چمتو وي

مسکو انترفاکس  باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
روسيه وايي  چمتو ده چې  له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو  دتدارکاتو دليږدونې  دراتلوونکې په باب دناتو له غړو هېوادونوسره  خبرو ته دوام ورکړي.
دافغانستان لپاره  دروسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي  دي  چې په افغانستان کې دناتو دنوي ماموريت  په پيل سره به   پخوانى قرارداد په اتومات ډول   ونه ځنډول شي او روسيه په دې باب خبرو ته چمتو ده .
کابلوف دانترفاکس  له خبري  آژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې  ناتو  دتيريو کال په بهيرکې دخپلو تدارکاتو  دليږدونې لپاره  دافغانستان دشمال له لارې څخه نږدې هيڅ  استفاده نه ده کړې  او دغه موضوع خبرو او تحليل ته اړتيالري.
دروسيې ځانګړي استازي دغه راز ويلي دي چې داروپا لپاره نه بلکې مسکوبه  دافغانستان دراتلوونکي په خاطر  له لويديځ سره  همکارۍ ته چمتو وي.
په پاکستان کې  دناتوپه کاروانونو له بريدونو وروسته  دروسيې  حکومت ويلي
و  چې له افغانستان څخه  دنړيوالو ځواکونو دتدارکاتو دليږدونې لپاره هر راز همکارۍ ته  تيار دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته