کابل باختر د تلي لسمه :
دباميانو ولايت دعدليې رياست د ودانۍ د جوړولوکار پيل شو .
دباميانو دوالي مرستيال محمدآصف مبلغ باخترآژانس ته وويل : دغه ودانۍ دپنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت دباميانو دنوي ښاردعيسي خان په دښته کې جوړيږي .
دمبلغ دڅرګندونو له مخې : په دغې ودانۍ کې څوارلس اداري خونې ، دکنفرانس سالون او نور ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
دباميانو ولايت مرستيال آصف مبلغ ددغې ودانۍ دبنسټ دډبرې دايښودلو په غونډه کې وويل اوس دعدليي رياست دباميانو ښار په يوکرايي کورکې موقعيت لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ