امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په غزني ولايت کې د ګډو افغان  ځواکونو د تيرې شپې د عملياتو په بهيرکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلورتنه نورطالبان ټپيان شول.
د غزني ولايت د امنيتي ځواکونو يوه ويندوى نظيف الله سلطاني باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شوي چې له امله يې  د قوماندان احمد په ګډون پنځه تنه طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې د طالبانو يو سراچه موټر وسوځيده او يو ټيلري موټر له دريو ملکي وګړو سره چې مخکې دطالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ ددغوعملياتو په بهيرکې وژغورل شول.
ديوبل خبر له مخې: دوه تنه ماين ښخوونکي کله يې چې غوښتل دغزني ښار پورې اړوند په کرباشي کلي کې ماين ښخ  کړي؛ ماين وچاوديد او دواړه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته