پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې ١٧نيټه :
په لوګر ولايت کې پرون د شهيدانو او ټپيانو په کورنيو څه د پاسه يو ميليون افغانۍ نغدي پيسې وويشلې شوې .
د باختر آژانس دخبرله مخې ؛ دغه نغدي مرسته چې د اجرائيه رياست له خوا برابره شوې وه؛ په لوګر ولايت کې د وروستيو پيښو د شهيدانو او ټپيانو په کورنيو وويشل شوه .
د دغې مرستې د ويشلو په وخت کې د لوګر والي والي محمد انورخان اسحاق زي، د اجرائيه رياست سلاکار هدايت الله مصمم او د ولايتي شورا رئيس حسيب الله ستانکزي هم شتون درلود.
د هر شهيد په کورنۍ سل زره افغانۍ او د هر ټپي په کورنۍ پنحوس زره افغانۍ وويشلې شوې.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ