فرهنګ

د هنري آثارو نندارتون پرانستل شو.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالبارى جهاني په هنرستان رياست کې دهنري آثارو نندارتون پرانست او دغلام محمد ميمنګي د روزنيز مرکز دفارغانو تصديق ليکونه يې وويشل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رييسانو او ديوشمير بهرنيو مليمنو او د ځينو هنرمندانو په ګډون په هنرستان رياست کې جوړه شوې وه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دهنر او هنرمند د ارزښت په باب خبرې وکړې. او ويې ويل چې په افغانستان کې دهنرونو برخې لکه څنګه چې بايد وده کړې واى، نه ده کړې .
ده په هيواد کې دهنر او هنرمندانو دلارې پرسر يو لړ پرتې ستونزې او خنډونه بيان کړل او دغې برخې پاملرنه يې يو ضروري کار وباله .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده کړه چې دهيواد دهنرمندان دستاينې وړ دي دوى يوازې په خپلې ميړانې سره په بيلابيلو هنري څانګو کې هلې ځلې کړې دي او ارزښتناک اثاريې رامنځته کړي دي .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهنرستان رييس محمد هاشم شارق ددغې ادارې دفعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې وويل ددغه رياست د روزنيز مرکز دانځورګرۍ ، رسامۍ ،ميناتورۍ ، مجسمې جوړولو ،خياطۍ ،کوشنيل کنډلو او د لاسي صنايعو په برخو کې دنجونو او هلکانو په ګډون ٣٣٧ تنه په زده کړې بوخت دي .
ده زياته کړه چې له دې جملې څخه نن پنځوس تنه نجونې او ځوانان ددغه مرکز دانځورګړۍ ، خطاطۍ ، ميناتورۍ ، خياطۍ او دکرشنيل ګنډلو له څانګو څخه فارغ شول.
د دوتنو فارغانو ساره او عبداللطيف دنورو په استازيتوب خبرې وکړې .
او دهنرونو مينه والو ته د روزنيزو زمينو دبرابرولو په لاره کې يې داستادانو دهڅو او هاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دهنرستان رياست دپاملرنې له امله قدرداني وکړه .
ددغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او يو شمير مسوولينو دفارغانو تصديق ليکونه وويشل .
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د هنرستان رياست د روزنيز مرکز د زده کوونکو دهنري آثارو نندارتون پرانست .
په دې نندارتون کې دخطاطۍ ،انځورګرۍ،ميناتورۍ،رسامۍ ،خياطۍ او دلاسي صنايعو آثار نندار يې ته وړاندې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته