ورزش

دکاراتې دملي ټيم غړي ايران ته لاړل

کابل  باختردکب دمياشتې  ١٣ :
دهلکانو دکاراتې دملي ټيم  ورزشکاران دشتوکان په نړيوالو سياليو کې دګډون په مقصد نن له کابل څخه  دايران په لور روان شول.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه سيالۍ  دتنکيو ځوانانو ، ځوانانو اومشرانو په دريو کتګوريو اودکاتا اوکميته په څانګو کې ترسره کيږئ .
دکاراتې دفدراسيون رييس غلام جيلاني غروب باختراژانس ته وويل،  ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دکب دمياشتې له  ١٦ نيټې څخه  تر ١٩ نيټې پورې دوام وکړي.
ديادونې وړ ده چې دکاراتې ملي ټيم دتيرى دورې په سياليو کې داتلوالي مقام ګټلي  و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته