ټولنه

دسالنګ لويه لاره لاتراوسه پورې دترافيکو پرمخ تړلي ده.

دغه لويه لاره په وروستيو دريو ورځو کې په تيرو يوويشتوکلونو کې دواورې دبي ساري اورښت شاهده وه.

باخترا ژانس ته دوروستيورسيدلو خبرونو له مخې اوس په سالنګونو کې واوره نه اورې خوپه وروستيو دريو ورځو کې دوه نيم متره واوره شوې ده.

دسالنګ دلوى لاري دمسوولينو دڅرگندونو له مخې په وروستيو دريو ورځوکې دواورې  داورښت  له امله دوارې ښوئيدونې څلور څلويښت پيښې رامنځته شوې دي  چې درې تنه پکي وژل شوي دي .

دسالنګونو دساتني او څارنې رييس جنرال رجب وايي که چيري بيا واوره  ونه اورې ددوي کارکوونکي په دريو ورځو کې ددغې لوي لاري دپرانستلو په خاطر دواورې اوکنګل دلري کولو ځواکمنې لري .

جنرال رجب باختراژانس ته وويل اوس ددوي خدماتي  کارکوونکي په واټ کې دپرتي واورې په پاکولو بوخت دي .

په سالنګ کې  دواورې ښوئيدنې دپروني پيښي قربانيان ديو بار وړونکي موټر دوه تنه چلوونکي اودتيلو دټانک يو کارکوونکي دي .

په همدي  حال کې دسالنګونو دساتني او څارنې رييس وايي  چي ټول مسافر وړونکي موټرونه يي دخطر له ساحي څخه ليږدولي دي .

له بله پلوه جنرال رجب په عمومي واټ کې دپرتي واوري  په پام کې نيولوسره له دريو ورځو څخه مخکې ددغه واټ پرانستل ناشونې وبلل .

جنرال رجب په تيروشلو کلونو کې په سالنګونو کې دواورې وروستي اورښت بي ساري وباله.

دسالنګ لويه لاره يوه ستره لاره ده چې پايتخت دشمال له ولايتونو سره نښلوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته