ټولنه

د لوګر په ښوونکو د ځمکې د ويش کار پيليږي

پل علم باختردتلې دمياشتې ١٥نيټه :
د لوګر والي وايي: د ښوونکو د ستونزو حل کول زموږ په کاري لومړيتوب کې ځاى لري.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دلوګر والي محمد انور اسحاقزي دغه ټکى په هغې غونډه کې بيان کړ چې د ښوونکي د ورځې د درناوي په خاطر په پل علم ښارکې جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې چې د ملکي او نظامي ادارو مشرانو، د لوګر امنيه قوماندان، مشرانو ، د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات او د لوګر ولايت د ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله، د لوګر والي وويل چې د هېواد راتلوونکى د ښوونکي په لاس کې دى او دغه محترم قشر کولاى شي د نيکمرغۍ او ترقۍ په لور د هېواد په رهبرۍ کې رغنده رول ولوبوي.
د لوګر والي زياته کړه چې د ښوونکو د ستونزو حل کول زموږ د کاري لومړيتوب کې ځاى لري او د لوګر ولايت د مرکز او ځينو ولسواليو په ښوونکو د ځمکې دويش  عملي کار به په  نږدې راتلونکي کې پيل شي.
د لوګر د پوهنې رئييس عبدالوکيل کليوال په دې غونډه کې دپوهنې د وزير پيغام ولوست او هم يې د پوهنې دلارې پرسر دپرتو چلنجونو او ننګونو او دغه راز دلاسته  راوړنو په باب معلومات ورکړل او له ديني عالمانو، قومي مشرانو او ملي سوداګرو څخه يې وغوښتل چې د پوهنې د پياوړتيا په لاره کې همکاري وکړي.
د دغې غونډې په پاى کې هغه ستاينليکونه چې د پوهنې وزارت ، د لوګر د سيمه ييزې ادارې، ولايتي شورا او د دغه ولايت د پوهنې رياست له خوا برابر شوي و، د دغه ولايت په مخکښو ښوونکو وويشل شول .
پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته