ټولنه

په پنجشير ولايت کې يو شمير کورنيو ته ژمني جامې وويشلې شوې

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ١٤
په پنجشير ولايت کې نن پنځه سوه کورنيو ته ژمني جامې وويشلې شوې په دغو مرستو کې څلور شړى ،ښځينه او ماشومانو جامې او يوه خيمه شته چې دپنجشير ولايت دسرې مياشتې د ادارې له خوا ويشل شوي دي.
دپنجشير ولايت دسرې مياشتې د ادارې دخپرونو مسوول نور الله اميري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پنځوس کورنۍ دعنابې ،پريانو ،خنچ او د رخې ولسواليو او دپنجشير دمرکز بازارک اوسيدونکي دي .
اميري زياته کړه دغه جامې دقطر دسرې مياشتې له خوا دپنجشير ولايت دسرې مياشتې له ادارې سره مرسته شوې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته