کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دامريکا دمتحده ايالاتو له ځانګړي شارژدافير هګولارنس سره وکتل
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، په دې کتنه کې دواړو لورو داوږدمهالو سياسي اواقتصادي همکاريو ، دافغانستان په باب دامريکا دمتحده ايالاتو دنوې ستراتيژي ، د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې دهڅو او هاند ، دافغان امنيتي ځواکونو دپياوړتيا او په افغانستان کې دسولې دبهير او داقتصادي پراختيااو ټيکاو په باب خبرې وکړې .
ختم _ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ