ټولنه

د لوى څارنوال مرستيال: په محکموکې د مدافعو وکيلانو نشوالى، عدالت تر پوښتنې لاندې نيسي

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
د تحقيق په چاروکې د لوى څارنوالۍ مرستيال نور حبيب جلال نن د حقوقي مساعدتونو له لارې د نقشې د وړانديزونو د تطبيق تر عنوان لاندې غونډه کې وويل:  په محکمو کې د مدافع وکيل  او د حقوقي مساعدت نشتوالى د عادلانه محاکمې بنسټونه تر پوښتنې لاندې نيسي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: هغه دغه راز په غونډه کې وويل چې د دعواوو د پرمخ بيولو لپاره د مدافع وکيل شتون اړين کار دى او هم د حقوقي خدمتونو د پلي کولو او وړاندې کولو په موخه د عدلي او قضايي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول مهم دي.
وروسته د عدليې وزارت معينې ذکيې عادلي وويل چې د دې غونډې اصلي موخه د مدافعو وکيلانو دلارې پرسر د پرتو خنډونو او نيمګړتياوو څېړنه ده.
هغې زياته کړه: موږ په همغږۍ کې کولاى شوو دغه ستونزې او خنډونه لرې کړو.
د هغې د څرګندونوله مخې: د دغو ستونزو او خنډونو د لرې کولو لپاره د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو مقرره ترتيب کړې ده او د حقوقي مساعدتونو عالي کمېسيون يې هم جوړ کړى دى.
هغې د حقوقي مساعدتونو د لارې د نقشې په پلي کولو کې د عدلي او قضايي بنسټونو او د بين المللي او  غير دولتي موسسو همکاري مهمه او حتمي وبلله.
وروسته د سترې محکمې د قضائيه قوې اداري لوى آمر نجيب الله اکبري د حقوقي مساعدتونو د همکارى او همغږۍ په پياوړتيا کې د قضائيه قوې د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د عدالت د تامين لپاره يې دمدافع وکيل لرل مهم وبلل.
د کورنيو چارو وزارت د جېلونو چارو سلاکار شاه مير په دې اړه وويل: موږ له تورنو سره د کتنې لپاره په جېلونو او توقيف خونوکې مدافعو وکيلانو ته ټول امکانات برابر کړي دي.
هغه وويل: که چېرې تورن مدافع وکيل ته لاسرسى ولري؛ چارې آسانه او ګړندې کېږي.
د مدافعو وکيلانو د خپلواکې ټولنې رييس روح الله قاري زاده د حقوقي مساعدت په اړوند وويل چې د مدافع وکيل د ټاکنې حق په اساسي قانون کې ليکل شوى دى، د دغه حق پربنسټ تورن بايد مدافع وکيل ولري.
د يادونې وړ ده چې د آسيا بنسټ تېر کال د حقوقي مساعدتونو د ارزونې په موخه د نړيوال بانک په مالي ملاتړ له عدليې وزارت سره د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ چې د هغه پربنسټ د ٧٠٠٠ بې سرپرستو تورنو لپاره وړيا حقوقي خدمتونه وړاندې کېږي.
ختم- ف -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته