ښوونه او روزنه

نوي تعليمي کال دنوى کال په پيل سره پيليږي .

کابل باختر د دلوي ٢٦

 نوي تعليمي کال د  ١٣٩١ کال دوري دمياشتې په دويمه نيټه پيليږي .  دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، دپوهنې وزارت مقاماتو وايي دهيواد دسړو سيمو د ښوونځيو  ١٣٩١ تعليم کال د ١٣٩١ هجري لمريز کال  دوري  دمياشتې په دويمه نيټه پيليږي  خو دزده کوونکو دمشروطي  معذرتي  او لياقت ازموينې د  ١٣٩٠  کال دکب  دمياشتې په پنځلسمه نيټه پيليږي

 خو دسړو سيمو دښوونځيو او ليسو ښوونکو دکب دمياشتې له نيمايي څخه دحاضري تابع دي .

 دابو القاسم  فردوسي ليسې ددولسم  تولګي زده کوونکي  ارزو  دپوهنې وزارت ددغه اقدام دستايلو په ترڅ کې دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، څو کاله چې دښوونځيو لوست دکب دمياشتې په  ١٥ نيټه پيليده  موږ له  سختو ستونزو سره لکه دهوا سړښت دزده کوونکو اوښوونکو غير حاضري ، دکتابونو  ويشلو ته د ليسو  نه چمتو  والي  په شان له ستونزو سره مخامخ وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته