ټولنه

د افغانستان د عالمانو د سرتاسری شوری اعلامیه!

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٤ مه:
په ډیرې خواشینۍ سره چې د هېواد دښمنانو یوځل بیا جنایت وکړ او د جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې یې د ماشومانو د خوندیتوب په دفتر حمله وکړه چې یو شمېر بې ګناه مسلمانان یې شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان د عالمانوسراسری شورا دغه وحشیانه عمل په کلکه غندي او هغه د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل بولي او د لوی خدای )ج( له درباره څخه شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسی روغتیا او د هغوي کورنیو او خپلوانو ته جمیل صبر غوښتنه کوي.
او له اړوندو امنیتی ارګانونو څخه غواړي چې د خلکو د ځان اومال د ساتنې په خاطر خپلې هلې ځلې زیاتې کړي، ترڅو د ښمنان ونه شي کولای چې په ورته ناروا عملونو لاس پورې کړي.پاى- ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته