امنیت

د پاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
دپاکستاني پوځيانو له خوا اته توغول شوي توغندي نن د کونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ ولګيدل.
ددغو توغنديو د لګيدو له امله د سر زيان نه دى اوښتى خو زيات مالي تاوانونه يې اوښتي دي .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه توغندي چې دپاکستاني پوځيانو له خوا د کونړ ولايت په دانګام وتوغول شول؛ دکرنيزو ځمکو د ويجاړيدو سبب شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې د تيرې يوې اوونۍ په بهيرکې څه ناڅه نوي توغندي دکونړ ولايت دسرکاڼو ، شيګل او دانګام په ولسواليو توغول شوي دي.
له پاکستان څخه په افغانستان د توغنديو د توغولو بهير له څو کلونو راپه دې خوا دوام لري. خو د افغانستان حکومت تراوسه پورې کوم لازم اقدام نه دى کړى.
په دې وروستيو وختوکې د کورنيو چارو وزير عمر داوودزي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: موږ د تل لپاره چوپه خوله پاتې کيداى نه شو چې هغوى توغندي وتوغوي او موږ لاس تر زنې کيښنو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته