ټولنه

جاپان د غور له ولايت سره د ليږدونکو وسايطو مرسته وکړه

کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ١١  :
د جاپان دولت د سړکونو د ساتنې او څارنې په مقصد د غور له ولايت سره د دوو مليونو ډالرو په ارزښت د لسو ليږدونکو وسايطو مرسته وکړه.
په دغو مدرنو او نويو وسايلوکې درې ډمترکونه، دوه ګريدرونه، دوه اسکواټورونه او درې لوډرونه شامل دي چې نن د غور ولايت د فوايد عامې رياست ته وسپارل شول.
دغور ولايت د فوايد عامې رييس انجنير خليل الله نور د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغور ولايت د ټولو نهه ګونو ولسواليو سړکونه او مواصلاتي لارې خرابې دي او تګ راتګ پکې سخت کار دى او په تيرو وختونوکې دريمه درجه سړکونه جوړ شوي و؛ خو د سړک جوړولو د وسايلو او امکاناتو دنشتوالي په دليل ونه کړاى شول چې په سمه توګه يې وڅاري .
ده څرګنده کړه چې اوس  د جاپان له خوا له مرسته شويو وسايلو څخه په استفادې سره کولاى شي د سړکونو په ساتنه او څارنه کې کار واخلي.
د غور والۍ سيما جوينده وويل: غور يو له  هغو ولايتونو څخه دى چې سختې لارې لري  او  خلک د ژمي په موسم کې له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي .
دې زياته کړه: آن هغه خامه سړکونه چې دعمومي لارو په تګلوروکې جوړيږي؛   ويجاړيږي چې بيا رغاونې ته اړتيا لري .
د غور والۍ زياته کړه: موږ په تيرو وختونو کې دغه شان مدرن او نوي وسايل نه لرل؛ ما څه موده مخکې د فوايد عامې له وزير او د دغه وزارت له معين اوپه کابل کې د جاپان له سفير سره وکتل او دغه ستونزه مې ورسره طرحه کړه چې نن صفر کيلومتر لس ليږدونکې وسايط موږ ته راکړاى شول.
ميرمن جوينده له جاپان څخه مننه وکړه چې دهېوادپه بيا جوړولوکې يې زياته ونډه اخيستې ده او هغه ټولې ښې پروژې چې په غورکې له سړکونو څخه نيولې تر ولايتي روغتون، ښوونځيو او کلينيکونو پورې جوړ شوي دي؛ دجاپان دمرستو څرګندوى دى.
غور د افغانستان  له مرکزي او غرنيو ولايتونو څخه دى او زياتره لارې اوسړکونه يې په ژمې کې د واورې د اورښت له امله تړل کيږي .
سيمه ييز مسوولين وايي چې له دغو وسايلو څخه به د لارو په بيا پرانستلوکې هم کار واخيستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته