کابل باختر دوري اوومه :
دنوروزدنړيوال جشن دنمانځنې رسمي مراسم نن غرمه دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په وينا سره پيل شول .
په دغو مراسمو کې دنوروز د حوزې ديوولسو هيوادونو مشرانو او استازو ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مرستيالانو ، دملي شورا ددواړو مجلسونو او دسترې محکمې رييسانو ، دکابينې غړو د هيوادجګپوړو پوځي اوملکي مقاماتو ، فرهنګيانو اوهنرمندانو ګډون کړي و
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دنوروز ټاټوبي افغانستان وباله او ددغه ستر جشن دتاريخچې لرغونتيا په باره کې يې په تفصيل سره خبرې وکړې .
په دغو مراسمو کې دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر حسن روحاني ، دتاجکستان جمهور رييس امام علي رحمان او دپاکستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ممنون حسين ويناوې وکړې.
ددغه خبر تفصيل وروسته خپريږي .
0 1 دقیقه لوستل