سیاست

تبصره :

کابل باختر د سلواغي دمياشتې ١٤ :
په  هيواد کې دجمهوري رياست  دنوماندانو  ترمنځ انتخاباتي مبارزي   پرون  په داسې حال کې   پيل شوې  چي   خلک له بلې  هرې مسلې څخه    زيات   غواړي دنوماندانو دکاري پروګرامونو او داوږدمهالو هدفونو په باب معلومات ولري او   په دې برخه کې درسنيو اومطبوعاتو رول رغنده  او اغيزمن دى .
دباختراژانس مبصر ليکي  :
د جمهوري رياست  د يوولسو تنو نوماندانوترمنځ انتخاباتي مبارزې پرون په هيواد کې   پيل  شوې   او د  جمهوري   رياست   نوماندانانو د  غونډو  په    ترڅ کې خپلې انتخاباتي مبارزې  په رسمي ډول پيل کړې .
خلک  له هرڅه څخه زيات دنوماندانو کاري پروګرامونو ته سترګې په  لاره   دي او غواړي په دې پوه شي چې د هيواد داوسني نازک حالت په  وړاندې د هغوي پروګرام ، عمل او ستراتيژي څه ده ؟
دغه راز همدغه  کاري ستراتيژي  او پروګرامونه دي چې نوماندان خلکو ته معرفي کوي او دهمدغه کاري پروګرام  او لرليد له مخې دى چې خلک له نوماندانو څخه خپل انتخاب کوي . دلته درسنيو رول زيات دى ، دوى دي چې خلکو ته دنوماندانو  د پيغام درسولو رسالت په   غاړه لري او  خلک د   نوماندانو په پروګرامونو خبر وي
  رسنۍ په ټولنه کې دڅلورم رکن په  توګه په ټولنې  خپله   اغيزه  او رسالت   لري بايد له نوماندانو سره په چال چلند کې له خاصې سليقي او تفکر څخه کاروانخلي  دنوماندانو د غږ په منعکس کولو کې په برابره توګه او په عالي پوهې سره   عمل وکړي بايد قومي ، سمتي اويا د پولي ګټو مسلو ته دخپل کار په  محور کې ځاى ورنه کړي او يا سليقوي فکر  ونه کړي .  دوي بايد ملي  او افغاني فکر وکړي   او دانتخاباتو د  بهير په نسبت د يو ملي بهير په توګه چې کولاى شي د   افغانستان  دخلکو برخليک  وټاکي ، وګوري .  له بده مرغه  په تيرو وختونوکې داسې رسنۍ وې  چې کار يې د يوې مشخصې پتې  زيږنده  و . دغه شان چلند نه يوازي دمطبوعاتو رسالتمندانه کار تر پوښتنې لاندې نيسي بلکې په ځينو مواردو کې
د ستونزو د پيداکيدو سبب کيږي او د رسنيو په نسبت بي  باوري  پيداکوي هغه
څه چې غوره دى دا دى چې رسنۍ له فرعي مسلو څخه لري دنوماندانو په کاري پروګرامونو په پوهاوي کې له خلکو سره مرسته وکړي  دوې دانتخاباتي مبارزو په هلوځلو کې اخلاقي کودونه  او  منل شوي ژورنالستيکي  معيارونه  رعايت کړي . د يو  ژورنالست او رسنۍ اخلاق او هدفمند رسالت  په پام کې ونيسي  هيڅکله دځان غوښتونکو مفکورو او حرکتونو تر فشار  لاندې رانه شي او بايد هغه   ژمنې چې په عمده توګه مادي اغيزه لري  د دوى په رسالتمندانه کار اغيزه  ونه کړي .
له شک پرته افغاني مطبوعات او رسنۍ چې  په   افغاني پوهې سره دنوماندانو انتخاباتي مبارزو ته  وردانګي او په هدفمند او ارزښتناک کار سره خلک په ښه توګه او لازيات دانتخاباتو او د  رڼو انتخاباتو  په ښيګڼو خبر  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته