امنیت

په غزني کې تازه دم ځواکونه ځاى پرځاى شول .

-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د غزني ښار په شاوخوا کې د امنيتي اندېښنوپه زياتېدو سره د ملي دفاع وزارت د دغه ښار په شاوخوا کې کوماندويي ځواکونه ځاى پرځاى کړي دي .
د ملي دفاع وزارت باختراژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي  دي؛ ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونه په غزني کې په تېره بيا دښار په شاوخوا  سيمو کې پراخ ګډون لري او پوستې په وخت سمبالېږي.
تازه دم  ځواکونه د غزني ښار په شاوخوا سيمو له دې جملې څخه ارزوسيمه کې ځاى پرځاى شوي  دي او حالات تر کنټرول لاندې لري .
په خبرپاڼه  کې ويل شوي دي له بده مرغه  چې طالبانو په دې سيمه کې  د خلکو د تګ راتګ په لارو کې  ماينونه ښخ کړي دي،خو د ملي دفاعي اوامنيتي  ځواکونه هڅه کوي چې دغه سيمې له ماينونو اوچاوديدونکو توکو پاک کړي.
ختم_ شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته