نړۍ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير: تروريزم د اسلام له دين سره اړيکې نه لري

واشنګتن العربيه خبري شبکه  – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرجان کري پرون په خپلو خبروکې دې ته په اشارې سره چې اسلام له تروريزم سره اړيکې نه لري؛ وويل: د اسلام دين د سولې دين دى او د انساني کرامت درناوى کوي.
د العربيه خبري شبکې د خبرله مخې:
جان کري د داعش د ډلې له خوا د دووتنو امريکايي خبريالانو وژنې ته په اشارې سره زياته کړه: تروريستي اقدامات چې په هره سيمه کې دوام لري؛ د اسلام له دين سره ارتباط نه لري.
ده زياته کړه چې موږ له زياتې مودې راپه دې خوا تل له ډله ييزو وژنو او تاوتريخوالي سره مخامخ يو او دا کومه نوې مسئله نه ده.
جان کري د دوو امريکايي خبريالانو وژلو ته په اشارې سره وويل چې د دغو خبريالانو د وژلو عاملينو ته به سزا ورکړو.
د خبرځايونو د خبرله مخې: د داعش ډلې د دوو اوونيو څخه په لږه موده کې د (جميز فولي) او د (استيون ساتلوف) په نومونو دوه تنه امريکايي خبريالان په ډير بې رحمۍ سره ووژل.
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما هم استونيا ته د سفر په بهيرکې په عراق کې د امريکايي خبريال استيون ساتلوف د وژلو په غبرګون کې وويل چې امريکا د ساتلوف د وژل کيدو له امله نه ډاريږي، خو زه په دې باب د داعش د ډلې له وحشي ګرۍ څخه حيران يم او په باور سره د دغو افرادو په باب عدالت اجرا کيږي.
ده مخکې له دې د جميز فولي د وژنې په غبرګون کې هم  د داعش له سرطان سره د مبارزې په لاره کې د سيمې د هيوادونو د همکاريو غوښتنه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته