سیاست

داجراييه رياست له مرستيال سره دکندز ولايت دمشرانواو مخورو کتنه .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
دکندز ولايت  يوشمير مشرانو او استازو نن دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجراييه رياست له دويم مرستيال  حاجي محمد محقق سره  دوزيرانو شورا په مرمرينه ماڼۍ کې وکتل
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  په دې کتنه کې  دکندز ولايت  مشرانو ددغه ولايت  او داړوندو ولسواليو دستونزو په طرحه کولو سره  داجراييه رياست  له مرستيال څخه وغوښتل چې  ددغه ولايت  دخلکو ستونزې  حل کړي .
  دوى  وويل :  چې په تيرو ديارلسو کلونوکې  دمرکزي دولت له خوا  دکندز ولايت ته  دومره پاملرنه نه ده شوې  . اودملي وحدت  له حکومت څخه وغوښتل  چې دکندز ولايت  دپرمختګ لپاره دې  په دغه ولايت کې  له شتو ظرفيتونوڅخه  استفاده وکړي .
  حاجي محمد محقق  دکندز ولايت  له خلکو څخه دقدرداني په ترڅ کې  له دوى سره ژمنه وکړه  چې دملي وحدت حکومت  به ددغه ولايت دبياجوړولو او پرمختګ لپاره  له ټول توان څخه  استفاده وکړي . 
  داجراييه رياست مرستيال  دکندز ولايت  له خلکو څخه وغوښتل چې لاسونه يوبل ته ورکړي  او دخپل ولايت  دپرمختګ لپاره  هڅه او هاند وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته