امنیت

د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه جذب کړئ”

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
دخوست والي پوهنمل حکم خان حبیبی  د ملي امنیتي ځواکونو د جلب او جذب او همداشان د افغان  امنیتي ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ په غونډه کې  د خوست له ټولو قومونو و غوښتل چې د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې خپل اولادونه جذ ب کړي او له ملي امنیتي ځواکونو او نظام حمایت وکړئ.
پوهنمل حکم خان حبیبي د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې او سرښیندنې و ستایلې او ویې ویل چې هر افغان  باید د خپلو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ او ننګه وکړي، ترځو دوی نور هم تقویه او پیاوړي شي او لا هم دلته امنیتی فضا برابره شي ، ددې ترڅنګ حبیبي د خوست میشتو قومونو د ملي امنیتي ځواکونو سره  د همکارۍ او مرستې یادونه وکړه او یې ویل چې په خوست ولایت کې نن د ولسونو په همکاري او ملاتړ امنیت ثبات شتون لري او ټولې هغه ننګونې او چلنجونه یې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ او همکاري په خپله له منځه وړي او هر څوګ په ارامه فضا کې ژوند او کار کوي.
خوست والي بیا هم په دې ټنګار وکړ چې تل باید هر افغان مشر او کشر د خپل نظام د حمایت او تقویتوب په برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي او تل باید ولسي همکارۍ ،سولې او ثبات ، او د نظام د پايښت لپاره هلې ځلې وکړي، ترځو شته نظام خپلې برنامې او پروژې په منظم ډول سره پلې کړي.
د ولایتي شورا غړی نور شاه نوراني هم په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د ستاینې یادونه وکړه او یې ویل چې دوی د هلو ځلو په برکت سره ټول ولسونه په نورمال ډول خپل ژوند  پر مخ بیایی او ددې یې د خوست میشتو ولسونو  غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه د افغان امنیتي ځواکونو مرکزونو ته جذب کړي، ترڅو په دې برخه کې مو امنیتي ستونزې په شریکه له منځه وړې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته