ورزش

د افغانستان او تايلند د فوټبال ملي ټيمونه دوستانه لوبه کوي

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د هيواد د فوټبال ملي ټيم د تايلند د فوټبال له ملي ټيم سره دوستانه لوبه کوي.
د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول علي کاظمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه لوبه د تايلند په کوربه توب د روان کال د وږي د مياشتې په دولسمه نيټه د پنجشنبې په ورځ ترسره کيږي.
کاظمي وويل: له دغې دوستانه لوبې وروسته د هيواد د فوټبال ملي ټيم ايران ته ځي او د ٢٠١٦ م کال د نړيوال جام سياليو ته د لارې موندنې په دوام به د جاپان له ملي ټيم سره سيالي وکړي.
د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې افغانستان د نړيوال جام سياليو ته د لارې موندنې په لاره کې د کمبوديا ټيم ته ماتې ورکړې ده او د سوريې د ټيم په وړاندې يې ماتې خوړلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته