کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
په تيرو ٢٤ ساعتو کې يوولس تنه ډار اچوونکي د روزګان او زابل په ولايتونوکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد امنيتي ځواکونو د روزګان ولايت د خاص روزګان ولسوالۍ په مربوطاتوکې د محاربوي او چاڼيزو عملياتو په بهيرکې شپږ وسله وال طالبان چې د ملارشيد او ملاتازه ګل په شبکو پورې اړه لري، وژلي او درې نور يې سخت ټپيان کړي دي چې په ټپيانوکې د کرامت په نامه د هغوى يو تن سرګروپ هم شامل دى.
دغه راز د هغوى درې موټرسايکلونه او يو سراچه موټر هم چې اکمالات يې پکې کول، ويجاړ شوي دي.
دغه راز د زابل ولايت د شاجوى ولسوالۍ د تازيرآباد په سيمه کې د هوايي ځواکونو د ګوزارونو له امله يو سراچه ډوله موټر له منځه وړل شوى او د ملامحبوب الله د ډلې اړوند پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
دغه راز نهه ډول ډول ماينونه کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل