ټولنه

د نشه يي توکو زيانونه له نړيوال تروريزم څخه زيات دي

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د افغانستان حکومت پلان لري چې له دې وروسته د نشه يي توکو په وړاندې خپله جدي او غوڅه مبارزه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د منبرونو او جوماتونوله لارې پيل کړي .
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې سلامت عظيمي د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکزکې د ديني عالمانو په غونډه کې وويل چې په افغانستان کې د نشه يي توکي يوه نړيواله ستونزه ده؛ نه ملي ستونزه .
  عظيمي نا امنۍ او اقتصادي  بېوزلۍ په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې څرګند علتونه وبلل او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په کارکې او دغه راز د دغې پديدې د علتونو د له منځه وړلو په لاره کې دې له پخوا زياتې مرستې وکړي .
عظيمي وويل: که چيرې نړيواله ټولنه له افغانستان سره په خپل وخت او لازمه مرسته ونه کړي؛ دغه ستونزه به په ډير لنډ ممکن وخت کې د نړۍ هېوادونو ته هم متوجه شي .
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزيرې له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو د زيانونوپه باب دې د اسلام د مبين دين له حکومونو سره سم د جوماتونو د منبرونو له لارې په جديت او غوڅوالي سره د کليو په کچه خلکو ته  خبر ورکړي.
د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني په دې غونډه کې د خپلې وينا په اورولو سره وويل چې دوى په افغانستان کې د نشه يي توکو پرخلاف مبارزې سره په ملاتړکې تجويز نيولى دى چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جمعې د ورځو د ويناوو کتابونه د ديني عالمانو او د جوماتونو د امامانو په واک کې ورکړي چې له دې لارې عالمان وکولى شي په يو جوړ شوى پروګرام سره خلکو ته د اسلام د مبين دين له حکمونو سره سم د نشه يي توکو د کرکيلې او کارولو د زيانونو په اړوند خبر ورکړي . 
عثماني وويل چې نن په افغانستان کې درې مليونه تنه افغانان په داسې حال کې له نشه يي توکوڅخه زيانمن دي چې دغه پديده نه يواځې د روږدوکسانو سلامتيا او عقل ګواښوي؛ بلکې دهغوى دمال  نسل او دين سلامتيا هم ګواښوي.
د افغانستان د عالمانو دسراسري شورا رييس مولوي  قيام الدين کشاف داسلام  د مبين دين له نظره د نشه يي توکو د زيانونو د بيانولو په ترڅ کې دقرآن عظيم الشان آيتونو او نبوي احاديثو ته په اشارې سره د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په لاره کې د ديني عالمانو او د جوماتونو د خطيبانو رول مهم او ارزښتناک وباله.
ده زياته کړه چې دنشه يي توکو کرکيله توليد، ترافيک او کارول د اسلام د مبين دين له نظره حرام دي.
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د کميسيون غړي خدا داد عرفاني په دې ترڅ کې چې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې په کارکې د نوروکسانو په نسبت د عالمانو مسووليت دروند او ارزښتناک وباله ويې ويل چې په افغانستان کې د نشه يي توکو زيانونه له نړيوال تروريزم څخه زيات دى .
دغه راز په ملي شورا کې د خلکو استازي مولوي شهيد  زاده وويل چې نن د نشه يي توکو اصلي قرباني افغانان دې په داسې حال کې چې د دغې پديدې  ګټه نورو ته رسيږي.
ده په افغانستان کې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې اصلي مرکز د جوماتونو منبرونه وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته