کابل/باختر/دچنکاښ ۱۷مه
د لوګر پوليسو نن يو سړى په دغه ولايت کې د خپلې مېرمنې د وژنې په تور ونيو.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي مديريت منسوبینو، د لوګر په مرکز پورې اړوند نيازي کلي اوسيدونکى حبيب الرحمن د دغه ولايت له مربوطاتو څخه ونيو.
ويل کېږي نيول شوی سړى څه موده مخکې خپله مېرمن وژلې وه.
ختم- سعيده- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ