امنیت

دافغانستان په ختيځ کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٨
څلورتنه پاکستاني طالبانو په کونړ ولايت کې د دهاوان ماين دچاودنې له امله ووژل شول.
دغه چاودنه پرون ناوخته دآسمار ولسوالۍ په يو لوړه سيمه کې هغه وخت وشوه چې دطالبانو دهاوان يو ماين دولسوالۍ په بازار دتوغولو په وخت کې وچاوديد.
په کونړ ولايت کې د اردو دځواکونو يو ويندوى محمد هارون باختر آژانس ته وويل: په دې چاودنه کې څلورتنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
يوسفزي تاييد کړه چې طالبانو دآسمار ولسوالۍ په بازار دبريد نيت درلود چې دهاوان ديوماين دچاودنې له امله  ووژل شول .
ويل کيږي افغان امنيتي ځواکونو دپيښې له سيمې څخه دپاکستاني طالبانو دهاوان څو ماينونه او وسلې هم ترلاسه کړي دي .
دکونړ ولايت سيمه ييز مسوولين وايي ددغو پاکستاني طالبانو په وژل کيدو سره په آسمار ولسوالۍ کې ديوې ترورستي پيښې مخه ونيول شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته