سیاست

دسترې محکمې رييس داروپا داتحاديې دپوليسو دماموريت دقانون دواکمنۍ دبرخې له رييس سره وکتل .

کابل باختر دزمري  دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دسترې محکمې  رييس قانونپوه  سيد يوسف  حليم نن له غرمې مخکې په کابل کې داروپا داتحاديې دپوليسو دماموريت دقانون دواکمنۍ دبرخې  له رييس  ډاکتر فابين لوونبرګ سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .  دسترې محکمې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. ددغې کتنې په بهير کې دسترې  محکمې رييس لومړي دقضايي نظام  او ددعوا دخاوندانو دحقوقو داحقاق او دقضايي  څيړنوپه بهير کې دهغوى داساسي حقوقو  درعايتولو په لاره کې دهغوى دوجيبو  په باب  خبرې وکړې او دمادي اوتخنيکي اړتياو په حل کولو ، دکاري ظرفيت په لوړولو او په قضايه قوه کې  له اداري فساد سره په مبارزه کې دنړيوالې ټولنې همکاري  چې دفازيات کاري ثبات سببونه برابروي ارزښتناکه وبلله .
  دسترې محکمې رييس دغه راز له عدلي او امنيتي ارګانونو سره داروپا داتحاديې دپوليسو دماموريت همکاري ګټوره وبلله او هيله يې وکړه چې دغه پروژه دهغې دهمکارۍ ساحه پراخه کړي او په عدلي او قضايي  سکتور پورې داړوندو پروژو  په بشپړولو  کې چې ددغو  بنسټونو مادي او تخنيکي اړتياوې پکې شاملې دي او دنړيوالې ټولنې له خوا تمويليږي ارزښتناک رول ولوبو ي .
  په مقابل کې داروپا داتحاديې  دپوليسو دماموريت دقانون دواکمنۍ دبرخې ريييس ډاکتر فابين لوونبرګ لومړي دسترې محکمې درييس په توګه  دقانونپوه سيد يوسف  حليم دټاکل کيدو له امله مبارکي وويله اووروسته يې تياري څرګند کړ چې دپروژې دکار تر بشپړيدو پورې له قضايه  قوې سره همکاري ته دوام ورکوي او له هغه وروسته هم داړوندې برخې له لارې چې په کابل کې داروپا داتحاديې دځانګړي نمايندګي په دفتر کې به ځاى پرځاى و، له محکمو سره همکاري تر لاس لاندې ونيسي .
ده دهرات ولايت داستيناف محکمې رياست ته له  لوازمو او تجهيزاتو سره جوخت  دشپږ پنځوسو دفتري ، استوګنې او داستفادې وړ امنيتي کانتيترونو دورکړې دتصميم خبر ورکړ چې دکور ودانۍ په ويلو سره يې هرکلى وشو .
ديوبل خبر له مخې  دسترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف  حليم نن له غرمې وروسته په کابل کې دامريکا دسفارت  له قضايي  ‌‌‌اتشه  ښاغلي فليب لينچ او ددغه سفارت له دوو تنو سلاکارانوسره وکتل .
دسترې محکمې رييس په کتنه کې دافغانستان په نسبت دامريکا دخلکو او دولت دهمکارۍ له امله دمننې په ترڅ کې قاضيانو ته دروزنيزو پروګرامونو دپرمخبيولو  او دهيواد له محکمو سره دتجهيزاتي مرستو په برخه کې دامريکا دسفارت دقانون دواکمنۍ دبرخې ونډه اخستنه وستايله او په دې برخه کې يې دزياتو  همکاريو غوښتنه وکړه .
په مقابل کې ښاغلي لينچ  هم دسترې محکمې درييس په توګه دقانونپوه سيد يوسف حکيم دټاکل کيدو په نسبت دمبارکي دمراتبو دڅرګندونو په ترڅ کې دهمکارۍ دپروګرامونو دجزئياتو په باب خبرې وکړې  او ژمنه يې وکړه چې دقانونيت دټينګښت او دهيواد داتباعو دبشري حقوقو  د رعايتولو په برخه کې دقضا رول ته په پاملرنې  سره ، دپخوا په شان مادي ،تخنيکي او تجهيزاتي همکاريو ته دوام ورکوي او په روزنيزو ساحو او دمحکمو دظرفيت په لوړولو کې به له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي .
په کتنه کې دعلاقې وړ دځينو مسئلو په باب هم  خبرې اترې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته