امنیت

په نورستان کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باخترد کب اتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دې جګړه کې چي تېره شپه ناوخته په کامديش ولسوالۍ کې ونښته؛ پنځه تنه نور جګړه ماران ټپيان شول.
جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان د سرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول.
ده وويل چې په دې نښته کې سرحدي پوليسو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي له دغې جګړې وروسته پوځيانو د وسله والوطالبانوڅو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته