سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د ملي شورا د مشرانوجرګې اعلاميه

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د ملي شورا د مشرانوجرګې اعلاميه
د ملي شورا د مشرانوجرګه د مشرانوجرګې عمومي غونډې او کميسيونونو ته د استجواب په مقصد د بهرنيو چارو د وزير په ګډون د کابينې د نه حاضريدو په مقصد د خپل احتجاج مراتب څرګندوي او دا کار په ډاګه د هيواد له اساسي قانون څخه سرغړونه او د دولت د جګپوړو مقاماتو له خوا د دغه مجلس د نظارتي حق  تلف کيدل بولي او د هيواد له جمهور رييس څخه غواړي چې دغه شان سرغړونې وڅيړي.
البته دا لومړى ځل نه دى چې ځينې وزيران او نور حکومتي مقامات په بېلابېلو پلمو هغو مهمو پوښتنو ته چې له مشرانوجرګې سره شته؛ له ځواب ورکولو څخه ډډه کوي. په تېره بيا د هيواد د بهرنيو چارو وزير چې د عربي او د ځينو نورو هيوادونو د ښکاريانو د غير قانوني وارديدو اوکړنو په باب د معلوماتو د وړاندې کولو لپاره او هم په ٢٠٢١ ميلادي کال کې د ملګروملتو دسازمان دامنيت شورا له غړيتوب څخه د تيريدو او په څو هيوادونوکې د ميشتو افغان مهاجرينو د ستونزوپه باب د معلوماتو د وړاندې کولو په مقصد د مشرانوجرګې دسه شنبې د ورځې په غونډه کې دګډون لپاره دسنامجلس ته غوښتل شوى و؛ خو ده د موجودو معيارونو پرخلاف له بهرنيو چارو وزارت د ويندوى په استولو سره اکتفا وکړه او په خپله استجواب ته حاضر نه شو چې د سنامجلس د بهرنيو چارو وزارت ويندوى د برحال وزير پرځاى نه دى منلى.
دغه رازمشرانو جرګې د بهرنيو ښکاريانو په واسطه دکموپيداکيدونکو الوتوونکو د ښکار موضوع چې دحکومتي مراجعو له خوا په دې اړوند هيڅ دقيق معلومات نه ورکول کيږي او د ځينو اطلاعاتو له مخې همدا اوس هغوى د هيواد د پوليسو په ملاتړ وروسته د فراه ولايت د بکوا د دښتې او د نيمروز ولايت ترمنځ ساحوکې په ښکار بوخت دي؛  ددغه عمل په نسبت د خپل احتجاج مراتب څرګندوي او له اړوندو مقاماتوڅخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې د ملي شورا په مشرانوجرګه کې د خلکو استازو او د افغانستان ملت ته توضيحات وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته