سیاست

باختردچنګاښ دمياشتي١٩: له افغانستان سره دپرمختيايي مرستو لپاره دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس جلالتماب حامدکرزي وينا توکيو، جاپان

 

د ١٣٩١ کال دچنګاښ  ١٨

بسم الله الرحمن الرحيم

جلالتماب يوشيکونودا، دجاپان صدراعظم

عالي جنابانو، عاليقدرو استازو

 ميرمنو او ښاغلو !

خوښ او وياړم چې په دې تاريخي غونډه کې دافغانستان دهمکارانو اوملاتړ ترڅنګ  چې دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه يې تشريف راوړي دي  يم ،دافغانستان په استازيتوب غواړم په ننني  کنفرانس  کې دټولو جلالتمابانو ګډون ته  هرکلي ووايم او زموږ له هيواد سره ستاسو د ژمنې اوملاتړ له امله مننه وکړم.

دجاپان له خلکو اوحکومت څخه ددغه مهم کنفرانس دکوربه توب لپاره  اوهم دزياتو کلونو په اوږدو کې له افغانستان سره ددغه هيواد دهراړخيز ملاتړ په خاطر مننه کوم آن له هغه وروسته چې جاپان دکورګډې زلزلې  اوسونامې له امله زيات زيانونه اوتاوانونه  وزغمل دغه هيواد لاتراوسه پورې دافغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي .

جلالتماب صدراعظم !  موږ افغانان له تاسو سره په خپلې نږدي لرغوني دوستي وياړو او زموږ له هيوادسره ستاسو د ټولو مرستو له امله منونکي يو.

خويندو او وروڼو !

 ميرمنو اوښاغلو !

 نږدي يوه  لسيزه مخکې  دهغه څه  په پيل کې  چې  دافغانستان په ماجرا ډک  نوى تاريخ کې په نوى  فصل بدل شو  دغه ښکلي ښار دنړۍ دمشرانو په ګډون  له دغه شان  يوې  ورته غونډې  څخه  چې  دافغانستان دراتلونکي په نسبت  انديښمن و ، کوربه توب وکړ . موږ  په ګډه له دريو لسيزو  بهرنيو تيريو  کورنيو جګړو او د ظلم او جفا  له امله له ورانيو وروسته  دافغانستان دبيا جوړولو لپاره  چې دتروريزم او افراطيت له خوا زموږ په هيواد  ترسره شو ، يوه  ستراتيژي  طرحه کړه .  لس کاله  زموږ دملتونو په ژوندانه کې زيات وخت نه دى .  په داسې حال کې چې موږ نن  دلته دبدلون دلسيزې  په بهير کې  دافغانستان د پرمختګ او ترقي  لپاره  په خپل مشارکت اوهمکاري باندې ټينګار کوو، په هغو پرمختګونو  هم وياړو  چې  ددغې همکاري په مشارکت په نتيجه کې ترلاسه شوي دي . 

  په دغو لسو کلونوکې  دنړيوالې ټولنې  په مرسته  موږ په دى بريالي شوي  يو  چې  دجګړو د دردونو په علاج  او د کنډوالو په بيا جوړولو کې بي ساري برياليتوبونه ترلاسه کړو .اوديو سوله ئيز  ، سوکاله او دموکراتيک هيواد  دلرلو  لپاره  زموږ دخلکو دهيلو  د تحقق  لپاره مو يو نوى  تګلوري  وټاکه .  نن  په مليونونو تنه افغان ماشومان  دښوونې او روزنې  له نعمت څخه  ګټه اخلي . او اساسي روغتيايي خدمتونه زموږ دهيواد څه دپاسه نيمايي وګړو ته رسيدلي دي .

  په تيرو  لسو کلونوکې  له بل  هر وخت څخه زيات زموږ دهيواد په تاريخ کې  په افغانستان کې زيات واټونه جوړ شوي دي .  او  دخلکو اقتصادي  _ ټولنيز حالت په بي ساري  ډول ښه والي  موندلى دى  موږ وکولي شول   حکومتي مرکزونه   بيا جوړکړو او  په ټول هيواد کې د خدمتونو  وړاندي کول له سره  پيل  کړو .  دنوى اساسي قانون له نافذولو په ګډون  د دموکراتيزه کولو  دبهير  دپياوړتيا  ،  دازادو او سراسري  انتخاباتو ترسره کول  او دمدني ټولنې  دازادي  او دمطبوعاتو د  غوړيدو  د تضمين  وړاندي کول مو  پيل کړل .  خو  ښاغلي  او ميرمنو  ! کله چې  راتلونکي ته ګورو  بايد  يوازې  فرصتونه اوبرياليتوبونه زموږ سترګې  ونه نيسي  بلکي  مرستې  او دوام  يې بايد دخنډونو اوګواښونو پربنسټ  رامنځته شي .  له دغو ټولو  برياليتوبونو سره سره افغانستان لاتراوسه پورې  زيانمنونکي دي . ،  زموږ اقتصاد لاتراوسه پورې بيرته پاتې دى . ،   خصوصي  سکتور  دودې  لومړني پړاونه  وهي . او زموږ زياتي  طبيعي  زيرمې اومنابع  لاتراوسه پورې  داستفادې وړ نه دى ګرځيدلى .   ښايي  زياتوکلونو ته  اړتيا وي  چې  افغانستان  د نړيوالې ټولنې په دايمي مرستې اوملاتړ سره وکولي شي  په ثبات او په ځان  د ډډې لګولو په لور  خپل نظر  چې  دافغانانو هميشني هيله ده  عملي کړي .

  د  ستونزو په باب بايد ووايو  چې  پرله پسې بي امنيتي  لاتراوسه پورې  دافغانستان د ډيري جدي انديښنې په توګه  طرحه ده او  ښايي هم په ټولو ساحو کې  د پرمختګ په لاره کې  يو ډير ستر خنډ  وي .  دليږدونې  بهيراو دې ته په پاملرنې سره چې  زموږ  امنيتي ځواګونه په پړاويز ډول په ټول هيواد کې  له نړيوالو ځواکونو  څخه  دامنيت دتامينولو مسووليت  په غاړه اخلي موږ بايد دامنيت دټينګښت لپاره  ټولي ممکني هلې ځلې  وکاروو  او دغه ملي بهير نه شاتلونکي  کړو . زه  دتيرکال  دمي په مياشت کې  په شيکاګو کې  دناټو  دهيوادونو دمشرانو په غوڼډه کې دنړيوالې ټولنې  د هراړخيزو او هميشنيو  ژمنو  درناوي کوم .

  دافغانستان خلکو ته مهمه ده چې په دې پوه شي  چې ددوى  ځوان امنيتي مرکزونه  دغه راز  دنړيوالې  ټولنې  او د نړيوالو همکارانو  مالي  اومادي  ملاتړ  له ځان سره لري . او دغه  ملاتړ تر هغه وخته پورې دوام مومي چې افغانستان نور  دغه شان مرستو ته اړتيا ونه لري . 

  افغانستان د تروريزم او  افراطيت  دګډو  ګواښونو په شان دغه راز له جدي  خطرونو سره مخامخ دى .  دغه خطرونه يوازې  دافغانستان په امنيت پورې اړه نه لري بلکې  ټوله سيمه  او  نړۍ  به  تر  هغه وخته پورې  وګواښوي  چې دغه پديدې  دافغانستان  له پولو څخه  بهر  دملاتړ وړ  وي  او  امن پټنځايونه  ولري .

  په افغانستان کې دهميشني سولې   دتامينولو او دتاوتريخوالي  دپاى ته رسولو لپاره  زموږ دهڅو او هاند ديوې برخې په توګه  ،  دسولې او روغي جوړې بهير  په تيره بيا په اوس وخت کې  ستر ارزښت  لري . دتيريو کال په بهير کې له څو  زړه  بوږ نه وونکو پيښو  وروسته  موږ  دسولې دعالي شورا له لارې  خپلې  هلې ځلې  دوه برابره زياتې کړي  دي .  چې  طالبانو او نورو  جګړه مارانو ته  ددې زمينه  برابره شي  چې مينه لري  دسولې  له بهير سره يوځاى  شي . او  په خپل هيواد کې  خپل  سوله ئيز ژوند  غوره کړي .

 غواړم يوځل بيا  دافغانستان دخلکو دريځ  په ټينګار سره بيان کړم  چې  د تاوتريخوالي  پاى ته رسول  له ترورستي شبکو سره داړيکو شلول او  دافغانستان  داساسي قانون رعايتول  او په تيره بيا  حقوقي   تضميمنونه او ازادي  چې  دافغانستان ټولو نارينه و اوښځو ته  په پام کې نيول شوي دي  هغه  شرايط  دي  چې دسولې  دهر راز  خبرو ممکني  نتيجې  بايد  له ځان سره ولري .

 په داسې حال کې چې  دسولې بهير  دافغانانو له خوا  رهبري کيږي  او مالکيت يې  هم  په افغانانو پورې اړه لري  ددغه بهير برياليتوب هم  دسيمې  دهيوادونو او د نورو هيوادونو په رغنده ملاتړ پورې  اړه لري .

 زه  دجاپان  په ګډون  له هغو ټولو  هيوادونو څخه   مننه  او قدرداني  کوم  چې په دې برخه کې يې  زموږ دهڅو اوهاند ملاتړ کړي دي . 

 يوازې  درې ورځې مخکې  دسولې  دعالي شورا رييس  ښاغلي صلاح الدين رباني  ديو هيئت  په مشري  سعودي عربستان ته تللي و  ، هغه ځاى ته چې موږ  داعليحضرت خادم  الحرمين الشريفين  ملک عبدالله بن عبدالعزيز  دلارښود غوښتونکي يو . 

 په همدې حال کې غواړم  چې  يوځل بيا  له دغه بهير سره دپاکستان دملاتړ  په ارزښت باندې ټينګار وکړم  موږ  کابل ته  دپاکستان  د نوى صدراعظم ښاغلي  راجا پرويز  اشرف  سفر ته  سترګې  په لاره  يو .  چې وکولي شو په افغانستان کې  سولې  او په پاکستان  او ټوله سيمه کې دثبات او امنيت تامينولو ته  داړتيا په باب زموږ مهمې خبرې له سره پيل کړو .

  د نورو  دوو بنسټيزو  کنفرانسونو په شان  ،  د ٢٠١١ کال  په دسمبر کې  دبن کنفرانس او د  ٢٠١٢ کال دمي په مياشت کې د شيکاګو غونډه ، دتوکيو  ننني کنفرانس  دافغانستان د ترقي  او پرمختګ  په تاريخ کې به  دثبات  او سولې  او په ځان د ډډې لګولو په لور دبنسټ د ډبرې  په توګه ځانګړي  ځاى  ولري .

هغه ژمني چې  په شيکاګو  کنفرانس کې  اعلام شوي په حقيقت کې  زموږ دهيواد له امنيت سره دنړيوالې ټولنې داوږدمهال او هميشني ملاتړ سره دافغانستان دخلکو لپاره يو ډاډ و ،  نن  په توکيو کې  هيله لرم دافغانستان داقتصادي  پرمختيا  تګلوري او سمون  زموږ دستراتيژيکي نظر پر بنسټ د  بدلون د لسيزې په  لور تامين شي .

 نن زه دافغانستان له دوستانو او همکارانو څخه غواړم چې دافغانستان  خلکو ته  يوځل بيا ددې  ډاډ  ورکړي  چې ديو سوله ئيز ، دموکراتيک او  په ځان  متکي  هيواد په لور  دافغانستان په سفر کې  له موږ سره ملګري دي . او دبدلون له لسيزې  سره  زموږ  ژمنې  د ملموسو  او اغيزمنو تدبيرونو په نيولو سره  اجرا  کړي . په تيره بيا غواړم زموږ دحکومت دستراتيژي  له سند سره سم  دافغانستان  له پرمختيايي  لومړيتوبونو سره  دغه کنفرانس ته ستاسو ملاتړ جلب کړم  او هدف يې  په ډير لنډ ممکن وخت کې  په ځان  ډډي لګولو ته رسيدل  دي .  په دې برخه کې  دکار موندلو ، دبنسټونو دجوړولو او ديو پياوړي تعليمي نظام  له لارې  دبشري منابعو دظرفيتونو  پرمختيا په ټولنه کې  د تشبثي  فعاليتونو د ټينګښت او په اغيزمنو سکتورونو په تيره بيا  په  کانونو ، کرنې او انرژي  په سکتورونوکې دپانګې اچونې په ګډون حياتي  مسئلي  مالي او اقتصادي  پياوړتيا ته درسيدو لپاره  دافغانستان سترې  اړتياوي دي .

   په دې پوهيږم هغه ميرمنې او  ښاغلي چې زموږ د انکشافي  همکاريو برياليتوب  په ځواب ورکولو کې  متقابلي  ځواکمنيو ته اړتيا او دمصرفي  چلندونو ښه والي ته اړتيا لري  چې هغه پيسي چې ستاسو ماليې ورکوونکو  په ستونزو سره  راټولي کړي  په اغيزمن او شفاف ډول  ولګول شي .

  دافغانستان دملي شورا ددواړو مجلسونو په فوق العاده غونډه کې چې د ٢٠١٢ کال  دجون  دمياشتې په  يو ويشتمه نيټه جوړه شوه  ،  ما ژمنه وکړه  چې  زما دکاري دورې  په پاتې  دوو  کلونوکې  دښي حکومتوالي  ، حساب ورکولو او  دنړيوالو  مرستو  په اغيزمنتوب پورې اړوندي مسئلي په جدي توګه تعقيب کړم .

  له شک پرته  دا هغه هلې ځلې نه دي چې موږ وکولي شو  په يوازيټوب سره اوستاسو  له بشپړ  تفاهم اوهمکاري  پرته  ورباندې  بريالي شو . خو دځان له خوا بايد ووايم چې  دقانون دواکمني دتامينولو او  له فساد سره دمبارزې په ګډون ښه حکومتوالي  له هغو لومړيتوبونو  څخه دى چې  موږ  به يې  په جديت او قاطعيت سره  تعقيب کړو .  موږ به دغه راز  په انتخاباتي  بهيرونو کې داصلاحاتو په ګډون  دبنسټ جوړولو او اصلاحاتو بهير  ګړندي کړو .  چې په دې ترتيب  راتلونکي  انتخابات شفاف  ،  باوري  او  له هر راز کورنيو اوبهرنيو  لاسوهنو څخه  خلاص  وي .

  اداري فساد  په ځانګړي  توګه يوه داسې پديده  ده  چې زموږ دمرکزونو  اغيزمنتوب  ، پيوستون او مشروعيت  يې  کمزوري کړي دي .  موږ به  د فساد په وړاندي  په هر ځاى کې چې وي  په غوڅه  توګه  مبارزه وکړو . او له خپلو  نړيوالو  همکارانو څخه هم  همدغه غوښتنه لرو .  له يوبل سره په ګډه بايد هغه لارې  چارې  چې دفساد د پراختيا او توليد سبب شوي دي  او  زموږ  د مرکزونو  مشروعيت  او اغيزمنتوب  کمزوره کوي  ،  بند کړو .

  زه  له خپلو  نړيوالو  همکارانو څخه هم  غواړم  هغه  څه چې  دمرستو داغيزمنتوب  د ښه والي لپاره  اړتيا ده ، دپرمختيايي  مرستو لګول  دملي مرکزونو  له لارې  او دظرفيت په لوړولو کې  چې  ديو مشروع  او واکمني  لرونکو دولت  لازمي دى  ،  همکاري وکړي .  په دې برخه کې غواړم  دهغه  نوښت  هرکلي وکړم چې  د بدلون  دلسيزې په بهير کې زموږ دهمکاريو په برخه کې دمتقابل  ځواب ورکولو دچوکاټ دجوړولو  سبب کيږي .

  ميرمنو اوښاغلو !

 په وچي پورې  ديو تړلي هيواد  په توګه  دافغانستان راتلونکي  په سيمه کې  له ثبات اوسوکالي سره تړاو لري په داسې حال کې چې له نړيوالې ټولنې سره  د دوه اړخيزې او څو اړخيزې  همکاري  اومشارکت  دافغانستان دراتلونکي لپاره مهم بلل کيږي  دابايد هير نه کړو  چې په افغانستان کې د حقيقي ثبات او سوکالي لپاره  زموږ  نظر  يوازې  په يوه باثباته  او د اقتصادي  سمون  لرونکي  سيمه کې کيداي شي  تحقق ومومي  .

 له دغه  فرصت څخه په استفادې سره غواړم  له هند څخه هم په افغانستان کې دپانګې اچونې  دملاتړ ،  هڅونې او زيات  جلب  په مقصد په دې وروستيو وختو کې دکنفرانس  په خاطر  ددغه هيواد دکوربه توب له امله مننه  وکړم .

 خوښ يم  چې  تاسو ته  اعلاموم  چې تيره مياشت  مو په کابل کې داسيا دزړه  د هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو  په ګډون  يو بريالي کنفرانس  جوړ کړ .  او په هغه کې  داستانبول بهير دراتلونکي په لور  ديو مهم  ګام په توګه  وڅيړل شو .

  زه باور لرم  چې  داستانبول بهير  دافغانستان او دهغه  د لري او نږدي  ګاونډيانو ترمنځ د صادقانه تفاهم او خبرو  لپاره  يو بي ساري  فرصت  برابروي  او په دې ترتيب  په سيمه ئيزه کچه زموږ دهمکاري د پراختيا  او دباور  دزياتوالي سبب کيږي . موږ  په راتلونکي کال کې په قزاقستان کې  دراتلونکي کنفرانس دجوړولو  په ګډون ددغه بهير  لازياتو پرمختګونو ته سترګې  په لاره  يو .

   عالي جنابان   ، ميرمنو اوښاغلو !

 يوځل بيا په توکيو کې نن ،  زه  دهغو ژمنو په پراختيا او ارزښت چې دنړۍ بيلابيل  هيوادونه يې  له افغانستان سره دملاتړ لپاره اعلاموي  ،  په ښه توګه پوهيږم په هغو خنډونو او ستونزو چې  تاسي يې  ددغو ژمنو د تامينولو او دوام لپاره لري  هم پوهيږم .

 دسيمې  اونړۍ  دامنيت په وړاندي  ګډ مسووليت  او انديښنه  زموږ دهمکاري  په زړه کې  نغښتي دي  خو دافغانستان دسولې او په ځان باندې د ډډې لګولو  دتامينولو مسووليت  په خپله  زموږ دافغانانو دنده ده  زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به  ددغې ژمنې  په تحقق ولاړ واوسو .

  جلالتماب صدراعظم  !  يو ځل بيا له دې امله چې  افغانستان ته مو زمينه برابره کړه  چې  نړيوال او دجاپان  ملاتړ  چې  په تيرو لسو کلونوکې  هم  په ښه توګه  له موږ سره همکاري  کړې ده  ،  جلب کړم .  يو ځل بيا  له هغو ټولو  کسانو څخه چې  په   تيرو  لسو کلونو کې يې  له افغانستان سره مرسته کړې ده  ، مننه کوم او ډاډ درکوم  چې  دافغانستان خلک به  ستاسو  مرستې  او همکاري  د تل لپاره  په ياد ولري  او په دى پوهيږي چې يوازې  ستاسو  په مرسته  اوملاتړ  و  چې هيواد يې  هغه ځاى ته  چې نن  رسيدلى دى  ، ورسيږي .

  ډاډمن يم چې ستاسوپه هميشني ملاتړ سره کولى شو  دافغانستان دخلکو هيلو ته  تحقق ورکړو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته