امنیت

درې تنه ماين ايښودونکي طالبان ووژل شول

کندهارباختردوري دمياشتې ٢٨ :

په کندهار ولايت کې دايساف دځواکونو په  هوايي عملياتو کې درې تنه  ماين ايښودونکي طالبان ووژل شول .

دکندهار ولايت امنيتي مقامات وايي دغه کسان تيره شپه  ددغه ولايت دپنجوايې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دايساف دځواکونو له خوا وپيژندل شول ا و ووژل  شول  .

دکندهار دوالي ويندوى زلمي ايوبي باختراژانس ته وويل په دغو کسانو له هغه وروسته دايساف ځواکونو هوايي بريد وشو چې دپنحوايۍ ولسوالۍ دشيخ قلندر په ساحه کې دماين په ځاى پرځاى کولو بوخت و.

دايوبي دڅرگندونوله مخې ددغه هوايي بريد له امله  درې  واړه ماين ايښودونکي ووژل شول.

خبرځاى زياته کړه  دوژل شويو کسانو مړي په ساحه کې پاتي دي  او وژل شويوکسانو پوري اړوند دوسايطو ضد ماينونه ، اويو کلاشينکوف سره دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته