١ – کا بل باختر د سلواغې ٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي او د ایټالیا د صدراعظم ماریو مونتي تير ماښام د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو موافقتنامه لاسلیک کړ.
دباختراطلاعاتي اژانس ته د جمهور رييس دويندوى د مبطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
د موافقه ليک له لاسلیک وروسته د هېواد جمهور رئیس او د ایټالیا صدراعظم په یوه خبرې غونده کې برخه واخیسته. د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي وویل چې د ستراتیژیکو اړیکو ددغه موافقه ليک لاسلیک کول زموږ د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریوبنسټ دی او ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ایټالیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې د اوږدمهال لپاره له افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.
وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې، اوویې ویل چې زما لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې له دوست هېواد ایټالیا سره مې د ستراتیژیکو اړیکو موافقه ليک لاسلیک کړ .
حامد کرزي وویل: زه د افغانستان د خلکو په استازیتوب د ایټالیا د همکاریو له امله د زړه له کومي مننه کوم.
د هېواد جمهور رئیس وویل چې په افغانستان کې د ښو شرایطو له مخې او د ستراتیژیکو اړیکو له دغه موافقه ليک څخه په کتې اخيستنې سره ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي.
د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ددغه موافقه ليک له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د نيشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تطبیق، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
حامد کرزي د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
د یادولو وړده چې د هېواد جمهور رئیس به نن په فرانسه کې د افغانستان او فرانسې تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي.