امنیت

دطالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان و وژل شول.

کابل – باختر دسلواغې دويمه :
دوسله والو طالبانو دوه تنه قوماندانان پرون په کونړ ولايت کې دبې پيلوټه الوتکې دبريد له امله و وژل شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ . دغه پيښه دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې وشوه چې له امله يې دشيربادراو نصيب  په نومونو ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې :
په نورستان ولايت کې دماين دچاودنې له امله څلورتنه پاکستاني اتباع ووژل شول او شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ څو تنه پاکستاني اتباع وسله والو طالبانو ته دماين دچولو دلارو چارو دښودلو په مقصد دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ دچين چارخوراو بتي ګل ساحې ته ورغلې وو کله يې چې غوښتل دماين دجوړولو لوست پيل کړى دلوست په وخت کې ماين وچاوديد او له امله يې څلورتنه پاکستاني اتباع ووژل شول او شپږتنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته