امنیت

د طالبانو دماين جوړولو يوه فابريکه کشف شوه .

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو دماين جوړولو يوه فابريکه پرون کشف شوه په کندز ولايت کې دکوماندو دځواکونو وياند جاويد سليم باختر آژانس ته وويل : دماين جوړولو يوه فابريکه له زرګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو سره په چهار درې ولسوالۍ کې دکوماندو دځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې کشف شوې ده.
سليم زياته کړه د ډول ډول ماينونو او چاوديدونکو توکو په کشفولو سربيره شل مشکوک کسان هم ددغو ځواکونو له خوا نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته