سیاست

د افغانستان پرمخ د تاجکستان د پولو تړل کيدل

فيض آباد  باختردمرغومي دمياشتې٢ نيټه  :
د تاجکستان پولې د افغانستان پرمخ وتړلې شوې.
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
له تېرو کابو دوو اوونيو را په دې خوا تاجکستاني سرحدي ساتوونکو له افغانستان سره خپل ټول ستر او کوچني بندرونه تړلي دي او مسافرانو ته د تګ راتګ او د تجارتي مالونو ليږدونې ته اجازه نه ورکوي.
دغه اقدام په ښکاره د افغانستان د يوه تبعه له خوا د تاجکستان د يوه جګپوړي  پوځي قوماندان له وژل کيدو وروسته شوى دى.
دغه جګپوړي پوځي قوماندان کابو يوه مياشت مخکې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې په څلويښت مترى واټن کې د تاجکستان په خاوره کې وژل شوى دى.
د بدخشان د والي وياند نيک محمد نظري باختر آژانس ته وويل چې د تاجکستان سرحدي ساتوونکو له لسو ورځو را په دې خوا دغه هېواد ته  دتجارتي کاروان او د مسافر وړونکو وسايطو د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
نظري وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د بيا پرانستلو لپاره دتاجکستان له مقاماتوسره ديپلوماتيکي خبرې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په سلو کې ٩٠ کليوالي اوسيدونکي له  تاجکستان سره په پوله کې د ډاډمنو لارو د نشتوالي له امله په تېره بيا د ژمي په موسم کې نه شي کولاى خپلې اړتياوې د هيواد په بازارونوکې تامينې کړي او دوى تل د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دوستۍ له پلونو څخه په تېريدو سره   د دواړو هېوادونو په ګډو بازارونوکې د خپل اړتيا وړ توکي پيري او خپل زياتره ناروغان د علاج او درملنې لپاره دغه هېواد ته ليږدوي.
پاى  ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته