سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله: سيمه ييزې ادارې د قانون په چوکاټ کې ځواب ورکوونکې دي

کابل باختر دزمري دمياشتې ٨  :
اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله د ولايتي شوراګانو د طرزالعمل د مقررې د معرفي کولو په مراسموکې وويل چې سيمه ييزې ادارې د قانون په چوکاټ کې ځواب ورکوونکې دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: 
د  ولايتي شوراګانو د طرزالعمل مقرره چې د سيمه ييزو ارګانونو له خوا معرفي  شوې ده، څه موده  مخکې د هېواد د جمهور رئيس له خوا توشيح شوه. د دغې مقررې اساسي هدف د ښو خدمتونو وړاندې کول او د چارو څارنه ده.
اجراييه رئيس د دغې مقررې د معرفي کولو په غونډه کې د دغې موضوع له بېلابېلو اړخونو سره اړيکه ونيوله او ويې ويل چې د لاسوهنې، څارنې او مسووليت ترمنځ زيات توپير شته .
ده په ټينګار سره وويل چې د قانون په رڼا کې  بايد د خلکو غوښتنې وڅيړل شي.
ده وويل چې حکومت د سيمه ييزو ادارو د واکونو خنډ نه دى.
ډاکترعبدالله عبدالله په دې وينا کې د هېوا د ځنګلونو، تاريخې آثارو او آبداتو، فرهنګي ميراثونو او د ملي پانګو يادونه وکړه او د چارو له مسوولينوڅخه يې وغوښتل چې له هغو څخه ساتنه د ټولو دنده ده.
د سيمه ييزو ارګانونو مرستيال عبدالباقي پوپل د ولايتي شوراګانو  د طرزالعمل مقرره يو برياليتوب وباله او ويې ويل: دغه مقرره کولاى شي د سيمه ييزو ادارو اجراات ښه کړي.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سيمه ييزو شوراګانو رئيس وويل چې د ولايتي شوراګانو د طرزالعمل مقرره درې فصلونه او يوولس مادې لري او ولايتي شوراګانې د دغې مقررې له مخې کولاى شي د اړوندو لارو چارو څارونه وکړي او د اصولي څارنې هدف د خدمتونو د کيفيت له وړاندې کولوڅخه د ډاډ ترلاسه کول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته