امنیت

په لوګر کې د بريښنا ديوې سټنې دړنګولو مخه ونيول شوه .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دلوګر ولايت دمحمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون  دماين دچاودنې له امله  دبريښنا  ديوې ستنې  دړنګولو مخه ونيول شوه .
  دلوګر ولايت  دامنيې قوماندانۍ  وياند  شاهپور احمدزي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې امنيتي ځواکونو دلوګر ولايت  دمحمد اغې ولسوالۍ په امان الله سيمه کې دبريښنا ديوې ستنې  دړنګولو  مخه ونيوله .
  احمدزي زياته کړه  ډار اچوونکو غوښتل  چې له يوماين څخه په استفادې سره  دبريښنا  يو ستن وچوي  چې له چاودنې مخکې  ماين دامنيتي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته